تازه خبرونه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره وکتل.

Published

on

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تویت کړی، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

عبدالقهار بلخي څرګنده کړې؛ په دې لیدنه کې امیر خان متقي ویلي: په افغانستان کي د امن له راتلو سره خورا ښه فرصت رامنځته شوی، چي د پاکستان او افغانستان اقتصاد وغوړیږي؛ لویې پروژي شروع شي او سوداګري ورسره وده وکړي.
دغه راز نوموړي د امنیتي همکاریو په اړه ویلي: افغانان هیڅکله چا ته ضرر نه رسوي؛ مونږ نه پریږدو، چې خاوره مو د کوم هېواد پر خلاف وکارول شي او تل مو هڅه کړې، چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي.
دغه راز د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علي دراني، چې نن مازیګر مهال کابل ته راغلی له امیر خان متقي سره یې په خبرو کې وویل: له څلور لسیزو جګړو او ستونزو وروسته د سرتاسري ثبات او امن مبارکي درته وایم؛ زما هڅه به دا وي، چې اړیکې مو نورې هم ځواکمنې شي، مونږ او تاسې په تجارتی برخه کې پرمختګونه لرو، چې د ستاینې وړ دي، د سیمې امن د ټولو په ګټه دی او د امنیت په برخه کي به همکاري کوو.
دغه راز آصف علي دراني زیاته کړې: حاضر یوو، چې په سیاسي، اقتصادی او نورو برخو کې دوه اړخیز میکانیزمونه جوړ او پلي کړو، د تورخم – جلال‌آباد سړک د رغولو پاتې کار ته به جدی پاملرنه وکړو، چي شروع یې کړو، افغانانو ته د ویزو په برخه کې په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره د تسهیلاتو رامنځته کولو ته هم ژمن یوو.
د یادونې ده، چې په دې کتنه کې امیر خان متقي د افغان بندیانو او د افغان سوداګرو د مالونو د ځنډېدو او د اړوند ستونزو د حل غوښتنه وکړه، چې د دراني لخوا ورسره د بشپړې همکاري ژمنه وشوه.

Trending

Exit mobile version