سیمه ییز خبرونه
د افغانستان ماليې وزارت د پاكستان د عملي همكاريو غوښتونكى دى
د افغانستان او پاکستان د مالیې وزیرانو په اسلام اباد کې د دوشنبي په ورځ (د وږي۴) د څو مهمو پروژو د پلې كولو او د اقتصادي همکاریو د پراخولو یو تړون لاسلیک کړ.
د مالي وزارت وياند عبدالقادر جيلاني د کونړ پر سیند د برښنا بند جوړول، له چمن څخه کندهار او له پېښور څخه جلال آباد ته د اورگاډې د پټلیو غزول، د تورخم – جلال آباد د دوه یم سړک جوړول د دغه تړون مهمې پروژې ونومولې.
نوموړى زياتوي، چې:
پاکستان همدارنگه ژمنه کړې، چې په خپل هېواد کې به د دواړو هېوادونو د سوداگرو د ترانزیتي مالونو د ليږد ستونزه هم حل کړي.
د ماليې وزارت له پاكستان څخه غواړي، چي خپلې ژمنې په صادقانه ډول پلې كړي.
دغه راز په كابل كي د ماليې وزارت د پوهنتون استادانو او محصلينو ته د استخراجي كانونو د رڼښت يو ورځنى وركشاب هم جوړ كړ.
د ماليې وزارت وياند جيلاني وايي، چي كه د استخراجي كانونو په استخراج كي رڼښت رامنځته شي؛ نو د افغانستان د عوايدو كچه به ور سره هم لوړه شي.
د ماليې وزارت په وينا، په هېواد كې د تېركال په پرتله د كورنيوعوايدو كچه لوړه شوې او يوازې په تېرو اته مياشتو كي ۶۸ ميليارد افغانۍ عوايد تر لاسه شوي دي.