تازه خبرونه

د افغانستان ماليې وزارت په بودجه كې د كسر خبر وركوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ماليې وزارت په داسې حال كې په بودجه كې د لس ميليارد افغانيو كسر خبر وركوي چې د نوي مالي كال لږ ترلږه اوه مياشتې تيريږي.

د افغانستان د ماليې وزارت د خزاینو رییس محمد آقا کوهستانی ټينګار كوي چې راټول شوي عوايد او ماليې له هغه اندازې كم دي چې وړاند وينه يې شوې وه.

په بودجه کې کسر لرو؛ خو دا په دې معنا نه دی چې دولت دې له ستونزې سره مخ شي؛ ځکه د بودجې په اړه له وړاندې وړاندوینه شوې.”

كه څه هم د افغانستان د ماليې وزارت د بودجې دا كسر د حكومتدارې د دوام له پاره ستونزه نه ګڼي، خو اقتصادي كارپوهان ټينګار كوي چې كه دا پيسې جبران نه شي او د عوايد نورې سرچينې ونه لټول شي، نو ستونزه به لويه شي.

د پوهنتون استاد – سيد مسعود:

د لګښتونو د پوره کولو له پاره د پیسو نشوالی په خپل ذات کې د سترو اقتصادي ننګونو سبب کيږي.

تير مالي كال هم حكومت له ۲۵ سلنه ډير د بودجې كسر درلود چې د مالي كال په پاى كې د دولتي مامورينو د معاشونو په وركولو كې له ستونزو سره مخ شوى و.

Trending

Exit mobile version