سیمه ییز خبرونه

د افغانستان مشران باید د امنیتي تړون د نه لاسلیک کولو منفي اغېزې له پامه ونه غورځوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناټو سرمنشی وایی، که کابل سمدستي له واشنګټن سره امنيتي سند لاسليك نه كړي، د ۲۰۱۴ كال په پاى كې به له افغانستان څخه د نړيوالو ځواكونو د وتلو په صورت كې د افغان حكومت لپاره ګرانه وي، چې د خپل ۳۵۲ زره كسيز ځواك لګښتونه پوره كړي.

داسې ښكاري، چې د كابل واشنګټن پرامنيتي سند ناندرۍ جدي بڼه خپلوي. د دې سند پر سرتازه څرګندونو كې د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن ويلي، كه كابل او واشنګټن په خپلو كې سمدستي امنيتي او دفاعي تړون لاسليك نه كړي، د نړیوالو د مالي ملاتړ دوام له خطر سره مخامخ كېږي.

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن وايي، چې د افغانستان مشران باید د امنیتي تړون د نه لاسلیک کولو منفي اغېزې له پامه ونه غورځوي.

راسموسن همدارنګه وایي (( امنیتي تړون، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي او ناټو ځواکونو روزنیز ماموریت لپاره حقوقي بنسټ ټاکي، كه لاسلیک نه شي نو د دې ډېر امکان شته، چې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي.))

د ناټو سرمنشي زیاته کړه، چې كه له افغانستان څخه ټول بهرني ځواكونه ووځي، دا به ډېره ستونزمنه وي، چې د افغان ځواکونو لپاره مالي مرسته ولټول شي.

د ناټو سرمنشي همدارنګه ووېل، ((نه پوهېږم، چې د افغانستان دولت به څنګه وکولای شي چې د نړیوالې ټولنې له مالي ملاتړ پرته د خپلو څه باندې ۳۵۰ زرو امنیتي ځواکونو لګښتونه برابر کړي.))

بل خوا د ولسي جرګې غړی محمد عبدو او سياسي كارپوه میاګل خالد وايي، په اوسنيو شرايطو كې له امريكا سره د امنيتي او دفاعي تړون لاسليك د افغانستان په ګټه دى.

دوی وايي، له هغه ځايه، چي افغانستان د ترهګرۍ له خطر سر ه مخا مخ او امنيتي حالت يي هم كړكېچن دى، نو د افغان ځواكونو دروزنې، تجهيز او تمويل په برخه كي د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري.

دوی خبردارى وركوي، چې كه چېرې امنيتي تړون لاسليك نشي، نو افغانستان به يو ځل بيا د اويايمې لسيزې پر څېر حالت سره مخامخ شي.

د ناټو سرمنشي د كابل او ناټو تر منځ د ناټو ځواكونو د حالت د تړون پر سر خبرو كې د پرمختګ هركلى كوي خو وايي، دا تړون هم د كابل- واشنګټن د دوه اړخيز امنيتي او دفاعي تړون له لاسليك سره تړاو لري.

ناټو خبردارى وركوي، چې د امنيتي سند د نه لاسليك په صورت كې به له امنيتي ځواكونو سره د امريكا او ناټو له لوري د كال شاوخوا ۴ ميليارد ډالره مرسته له ګواښ سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version