سیمه ییز خبرونه
د افغانستان ملي ائتلاف: حكومت تر اوسه د خپلو سياستونو او وېناوو لپاره تګلاره نده ټاكلې
افغانستان ته د اسلامي امارت تر بېرغ لاندې د طالبانو د راتلو په اړه د ولسمشر حامد كرزي د پنجشنبې ورځې څرګندونو د هغه د سياسي مخالفينو غبرګون را پارولى دى.
په قطر كې د اسلامي امارت ترنامه او بېرغ لاندې د طالبانو د دفتر تحريم او په افغانستان كې د اسلامي امارت تربېرغ او لوحې لاندې د طالبانو د دفتر د پرانيستو غوښتنه.
ولسمشر د پنجشنبه په ورځ ( د زمري ۱۷ ) د اختر ترلمانځه وروسته طالبانو ته د ناراضي وروڼو د لقب ترڅنګ د عزيز كلمه هم ورزياته كړه.
د ملي ائتلاف د رهبري شورا غړى محمد عاصم د ولسمشر دا خبرې د تېرمهال تكرار ګڼي او وايي:
حكومت تر اوسه د خپلو سياستونو او وېناوو لپاره تګلاره نده ټاكلې، چې هرځل د خلكو د اندېښنې لامل شوې.
همدارنګه د پوهنتون استاد سيد مسعود وايي:
ولسمشر كرزى په دې خبرو طالبان پياوړي كوي، نوموړی همدارنګه وايي، هغو كسانو ته چې هره ورځ بې ګنا خلك وژني د عزيز كلمه كارول د هغوى د ترهګرۍ د سختولو يو ډول تغذيه ده.
د ارګ د چارواكو ضد و نقيض خبرې هرځل د سياستوالو له تند غبرګون سره مخ شوې دي، ځينې كارپوهان په دې باور دي، چې د افغانستان رهبري په دې عريضو سره د ځان لپاره برتري غواړي او غواړي هغه نيمګړتياوې پټې كړي، چې ورسره مخامخ دي، خو د تمې خلاف دا ډول څرګندونو تل ستونزې او اندېښنې زياتې كړې دي.