سیمه ییز خبرونه

د افغانستان ملي اردو به ډېر ژر په پرمختلليو وسلو او مهماتو تجهيز شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد مشر اشرف غني احمدزى د جمعې په ورځ(د وري۲۳) په ناڅاپي سفر كندهار ته  ورسيد.

افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد كميسيون رييس اشرف غني احمدزي كندهار ته د خپل سفر موخه په هغو سيمو كې، چې امنيتي مسووليت يې افغان ځواكونو ته سپارل شوى، د وضيعت ارزونه وښوده.

نوموړي په دوه سوه پېنځم اتل قول اردو كې وويل، چې:

افغان دولت او نړېواله ټولنه به ډېر ژر د افغان امنيتي ځواكونو هغه غوښتنې او نيمگيړتياوې ورپوره كړي، چې دا مهال ورسره مخ دي.

ښاغلي احمدزي د رسنيو او يو شمېر خلكو هغه گنگوسي په كلكه رد كړل، چې په دوه زره څوارلسم ميلادي كال كې به افغانستان يو ځل بيا له كړكېچونو سره مخ شي.

نوموړى زياتوي، ملي اردو د افغانستان د خلكو د روښانه راتلونكي ضمانت كولى شي.

د يادونې وړ ده، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد كمسيون رييس لومړى زابل او بيا كندهار ته سفرونه كړي او په دې سفر كې له ده سره د آيساف د عمومي قوماندان مرستيال جنرال كارتر او د پليو افغان ځواكونو قوماندان جنرا ل مراد علي هم ملگري ول.

Trending

Exit mobile version