سیمه ییز خبرونه
د افغانستان ملي امنيت ادارې د اته اتيا تنو زندانيانو يو يادښت سپارلى دى
د بگرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كميسيون وايي، چې د هغو اته اتيا بنديانو پر دوسيو له سره غور كيږي، چې د خوشې كيدو پرېكړې يې يو لړ غبرگونونه را وپارول.
د دغه كميسيون رييس عبدالشكور دادرس وايي، چې د ملي امنيت ادارې د پنجشنبې په ورځ(د مرغومې۱۹) د دغو اته اتيا تنو بنديانو په اړه يو لړ اسناد هم سپارلي دي.
نوموړى د دغو اسنادو په اړه جزيات نه وركوي؛ خو وايي، چې ياد اسناد تر څېړنې لاندې دي او له څېړنو وروسته به برېكړه وشي، چې ياد بنيديان خوشي شي او كنه.
نوموړى وايي، چې له دغو اته اتيا بنديانو پرته له بگرام زندان څخه د نورو بنديانو د خوشي كيدو لړۍ روانه ده.
دادرس زياتوي، چې د يو شمېر دغو بنديانو په دوسيو كې ليكل شوي، چې ياد كسان خطرناكه دي؛ خو د څېړنو پايلو ښكاره كړه، چې دوى بي گناه ول.
نوموړي په ډاگه كړې، چې د بگرام زندان د بنديانو د خوشي كيدو په اړه هره پرېكړه د امريكايي چارواكو په هوكړه تر سره شوې ده.
په افغانستان كې د ناتو عمومي قوماندان جنرال جوزف دانفورد دغه څرگندونې ردوي او زياتوي، چې افغان حكومت د هوكړه ليك خلاف د دغو بنديانو خوشي كول پيل كړي دي.
نوموړي ټينگار وكړ، چې د دغو اته اتيا كسانو په اړه يو شمېر داسې شواهد شته، چې د افغانستان د قضايي نظام له مخې د څړړلو وړ دي. د يو قوماندان په ډول درته ويلي شم، چې د دغو اته اتيا كسانو خوشې كول د افغانستان د خلكو او د ائتلاف دغړيو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ كيداى شي . زه د موقع په لټه كې يم، چې د دغو بنديانو د خوشي كيدو په اړه له افغان ولسمشر حامد كرزي سره خبرې وكړم او هيله لرم، چې افغان ولسمشر حامد كرزى به د امريكا د خلكو اندېښنه او د هوكړه ليك مواد په نظر كې ونيسي.
له دې وړاندې هم امريكايي چارواكو د بگرام زندان څخه د بنديانو پر خوشي كيدو اندېښنه ښكاره كړې او ويلي يې ول، چې بگرام زندان د بنديانو خوشي كيدل به د افغانستان او امريكا اړيكې خرابې كړې.
ويل كيږي، چې د بگرام له ٨٨ زندانيانو څخه يوازې د ١٦ دوسيې شته او نور ۷۲ تنه به له بنده خوشې شي.