سیمه ییز خبرونه
د افغانستان ملي جبهه ولسمشريزو ټاكنو ته ځانگي نوماند وړاندې كوي
د افغانستان ملي جبهه وايي:
له ځينو بنسټونو او سياسي گوندونو سره په تفاهم كې به د ۱۳۹۳ ل كال ولسمريزو ټاكنو ته ځانگړى نوماند وړاندې كړو.
د افغانستان د ملي جبهې رييس احمد ضيا مسعود په ټاكنو كې د ښځو رول ډېر مهم بولي.
د ملي جبهې يوه لوړپوړي غړي محمد محقق د برېښنايي تذكرو د وېش د لړۍ د چټكتيا غوښتنه وكړه.
په همدې حال كې د امريكا سفير ننگرهار ته په خپل سفر كې خبري رسنيو ته ويلي، چې امريكا د افغانستان د را روانو ټاكنو د رڼښت لپاره خپلو هڅو ته دوام وركوي.
د هېواد درېيمو ولسمشريزو ټاكنو ته له څوارلس مياشتو لږه موده پاتې ده.
ملي جبهه، چې له څو سياسي گوندونو جوړه شوې د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۲۶) وويل، چې دا جبهه به له څو سياسي گوندونو سره په تفاهم كې د ۱۳۹۳ ل كال ولسمشريزو ټاكنو ته يو نوماند وړاندې كړي.
د ملي جبهې غړى محمد محقق غواړي، چې د بريښنايي تذكرو د كاركونكو وړتياوې لوړې شي، څو د ټاكنو په ورځ رايه وركونكي له دې تذكرو څخه په استفاده رايې وركړي نه د رايو د وركړې پر پخوانيو كارتونو.
وړاندې له دې ولسمشر په يوه فرمان كې د برېښنايي تذكرو د وېش د لړۍ د چټكتيا غوښتنه كړې وه، نوموړي په دې فرمان كې له اړوندو بنسټونو غوښتي ول، چې د برېښنايي تذكرو د وېش لړۍ د راتلونكي لمريز كال د وري په مياشت كې پيل كړي.
