سوداگري
د افغانستان موټر په لومړي ځل منځنۍ آسیا ته سوداګریز توکي لېږدوي
د افغانستان او ازبکستان چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانزیتي لارې له پرانستې وروسته ویلي؛ د افغانستان لارۍ به د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د مالونو د لېږدولو لپاره له ازبکستان تېرېږي.
د دې نویو اړیکو او هوکړې له مخې به د افغانستان سوداګریزې لارۍ د ازبکستان له خاورې د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو ته هم مالونه لیږدوي.
د بلخ ګمرک د وارداتو او صادراتو مشر مولوي شعیب ويلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې په ښه توګه پراخې او له ستونزو پرته ترسره شي.
په بلخ کې د افسوټر شرکت استازی شمس الحق وایي: اوس داسې زمینه برابره شوې، چې د افغانستان د افسوټر شرکت موټر پر نړیوالو لارو فعالیت وکړي. دا یوازې د افسوټر ویاړ نه، بلکې د ټول هېواد ویاړ دی.
په مزارشريف کې د ازبکستان قونسلګرۍ هم د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار کوي او وايي؛ هېواد يې له افغانستان سره د اړيکو ښه کولو ته ژمن دى او له افغانستان سره د ښو همکاريو غوښتونکى دى.
په مزارشریف کې د ازبکستان قونسل جنرال جعفر فتاح یوف وایي: هڅې روانې دي، چې د اورګاډي پټلۍ او د سرخان – پلخمري د برښنا مزي غزولو پروژه ژر تر ژره پيل شي.
هغه وزیاته کړې، چې دا پروژې به د افغانستان په پرمختګ کې د پام وړ مرسته وکړي.
د بلخ ګمرک چارواکو ویلي، چې د افغان سوداګرو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره یې د ترانسپورت نړیواله بیه له ۴۵۰ ډالرو څخه ۵۰ ډالرو ته راټیټه شوې ده.