سیمه ییز خبرونه
د افغانستان ناخالص عوايد يو تريليون افغانيو ته رسيدلي
افغان ولسمشر حامد كرزى څرگنده كړې، چې:
اووه كاله وړاندې د هېواد ناخالص عوايد ۱۸۳ ميليارد افغانى و، خو نن دغه عوايد يو تريليون افغانيو ته رسيدلي دي.
ولسمشر كرزى دغه راز د هېواد اسعاري زيرمې له شپږ ميليارد دالرو ډيرې گڼي. دا په داسې حال كې ده، چې تراوسه هم د افغانستان څلوېښت سلنه بوديجه له بهرنيو مرستو تمويليږي.
په تېرو څو كلونو كې د ملي بوديجې تصويب د حكومت او ولسي جرگې ترمنځ په ناندريزه موضوع اوښتى و.
ولسمشر كرزى وايي، چې د افغانستان اقتصادي وضعيت هم ښه شوى دى.
د هېواد اقتصادي كارپوهان وايي:
كه څه هم افغانستان له تېرو لس كلونو راهيسې په اقتصادي برخه كې لاس ته راوړنې لري، خو اقتصادي وضعيت په بهرنيو مرستو ولاړ پاتې شوى دى.
د احصايې د مركزي ادارې د څرگندونو له مخې افغانستان په تېره يوه لسيزه كې له لس سلنې ډېره وده درلودلې، خو سوداگريز بيلانس يې ۹۷ سلنه واردات او درې سلنه صادرات جوړوي.