تازه خبرونه
د افغانستان ناکراره وضعیت اسلام آباد کنټرولولی نشي – د پاکستان امنیت شورا
د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار موید یوسف د افغانستان پر روانو حالاتو اندېښمن شوی او څرګندوي، چې دا وضعیت د پاکستان له وسې بهر دي.
موید یوسف، چې د جمعې پر ورځ (د چنګاښ ۱۸) د پاکستان مشرانو جرګې ته په وینا کې د طالبانو د احتمالي برید په اړه هم خبرداری ورکړی او زیاتوي، چې د طالبانو برید به د افغانانو د کډوالۍ لامل شي.
د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له کمیشنرۍ غوښتي، چې په پاکستان کې دې افغان کډوالو ته سرپناه برابره کړي.
دغه راز موید یوسف د پاکستان په خاوره کې د طالبانو شتون رد کړ او وایي، چې دا د هندوستان تبلیغات دي.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره به پاکستان هم اغېزمن شي.
هغه په دې اړه ویلي: په سیمه کې سوله د افغانستان له سولې سره تړلې ده.
د پاکستان ډان خبري شبکې د پاکستان د ملي امنیت شورا د سلاکار د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې افغانستان باید د سولې د رامنځته کولو لپاره له پاکستان سره کار کړی وای.
هغه ویلي: زه فکر نه کوم، چې امریکا افغانستان ته د مرستې کوم وړاندیز وکړي. په دې حال کې یوازې پاکستان کولی شي افغانستان ته سوداګریزه لار پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي مشرانو جرګې ته ویلي، چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره باید د طالبانو او حکومت تر منځ واک و ځواک ووېشل شي.