سیمه ییز خبرونه
د افغانستان نفوس اووه ويشت نيم ميليون اټكل شول
د سر شمېرنې مركزي ادارې په روان لمريز كال كې د افغانستان نفوس اووه ويشت نيم ميليون اټكل كړل.
د سرشمېرنې د مركزي ادارې په نوې اټكل شوې سرشمېرنه كې د كوچيانو نفوس نه دى اټكل شوي.
دا اداره وايي:
په دې اووه ويشت نيم ميليون وگړيو كې هغه كسان نه راځي، چې په بهرنيو هېوادونو كې ميشت دي.
په داسې حال كې، چې د افغانستان د وگړيو كره شمېر تر لاسه شوى نه دى؛ خو د سرشمېرنې مركزي اداره وايي:
د سرشمېرنې مركزي ادارې رييس عبدالرحمان غفوري زياتوي:
له دې وگړيو څخه څوارلس اعشاريه يو ميليون نرينه او ديارلس اعشاريه څلور ميليون ښځې دي.
د نوموړي په وينا، په افغانستان كې د نرينه وو په پرتله د ښځو شمېر لږ دى؛ خو دا، چې ولې دوي يې په اړه څه نه وايي.
د سرشمېرنې مركزي ادارې هغه افغانان نه دي حساب كړي، چې په بهرنيو هېوادونو كې ميشت دي.
د كوچيانو سرشمېرنه هم نه ده شوې؛ خو جالبه دا ده، چې:
ښاغلى غفوري ډاډمن دي، چې كوچيان نه دي زيات شوي.
د ښاغلي غفوري په وينا، تر هغې پورې به د وگړيو دقيقه سرشمېرنه ونه شي كړاى، چې بشپړ امنيت ټينگ شوى نه وي.
د نوموړي په وينا، هر كال؛ ځكه په اټكليز ډول د افغانستان د وگړيو نفوس اعلانوي، چې دولتي او نادولتي ادارې يې د خپلو كاري پلانونو د پلي كولو لپاره په پام كې نيولي.