تازه خبرونه
د افغانستان نومیالی قاري برکت الله سلیم مړ شو
(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۴۰۲)
قاري برکت الله سلیم ته نږدې کس قاري امان الله احمدي آریانا نیوز ته تائید کړې، چې نوموړی د شنبې پر ورځ ( د سلواغې اوومه ) غرمه مهال له ورپېښې ناروغۍ مړ شوی دی.
قاري برکت الله سلیم په پېنځه کلنۍ کې د قرآن کریم تلاوت پیل کړ او په اته کلنۍ کې یې قرآن کریم حفظ کړ.
د راپورونو پر بنسټ برکت الله سلیم د قرآن کریم د ښه تلاوت، حفظ، تفسیر او تجوید له مخې په نړیوالو سیالیو کې ۱۲ ځلې ګډون کړی او په دغو سیالیو کې یې اته ځله لومړی مقام ګټلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د قاري برکت الله سلیم مړینه د هېواد لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.
ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، خپلوانو او خواخوږو ته یې د جمیل صبر او لوی اجر غوښتنه کوو.