تازه خبرونه
د افغانستان نومیالی ممثل عبدالاحمد خاکسار د ۶۷ کلونو پر عمر مړ شو
د افغانستان نومیالی ممثل او کومیدین استاد عبدالاحمد خاکسار د دوشنبې پر ورځ (د زمري ۳۰ ) په کابل کې ومړ.
د عبدالاحمد خاکسار کورنۍ تائید کړې، چې نوموړی له وروستیو څو میاشتو راپدیخوا ناروغ و او نن سهار پر ځايي وخت شپږ بجې یې د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
عبدالاحمد خاکسار خپله هنري دنده له ۱۳۵۲ لمریز لېږدیز کال څخه د افغانستان د شمال د کندوز ولایت په تیاتر اداره کې پیل کړه.
نوموړی پر ۱۳۵۹ لمریز هجري کال کابل ته راغی او د تلويزيوني درامو تر څنګ یې د هنرونو په بېلابېلو برخو کې کاري تجربه ترلاسه او خلکو وپېژانده.
د عبدالاحمد خاکسار میرک تلويزيوني درامه په هېواد کې دننه او بهر افغانانو ستایلې؛ ځکه، چې د میرک کرکتر د افغانستان د ولسي ادب د کیسو پر بنسټ لیکل شوی دی.
عبدالاحمد خاکسار د افغانستان په ډېرو فلمونو کې کار کړی او د خپل هنري فعالیت ترڅنګ د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکی هم و.
خاکسار د افغانستان د سینما او تیاتر یو له تلپاتې څېرو څخه و. هغه له څلوېښت کلونو څخه ډېر په تیاتر او سینما کې خدمت کړی.
هغه له ۵۰ څخه په ډېرو تلویزیوني کومیدي درامو او ۴ فلمونو کې ښه لوبېدلی دی.
