سیمه ییز خبرونه
د افغانستان نوى په پښو ولاړ صنعت له جدي ستونزو سره مخ دى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان د صنايعو ټولنې چارواكي وايي، چې ۲۰۱۳ م كال د افغانستان د كورنيو توليداتو لپاره له ننگونو ډك كال و.
د افغانستان د صنايعو ټولنې رييس سخي احمد پيمان وايي، كه دولت په روان كال كې هم د كورنيو توليداتو د ملاتړ په برخه كې خپلې كړې ژمنې پوره نه كړې؛ كورني توليدات به وده ونكړي.
ښاغلى پيمان زياتوي، ميليونونه دالر د افغانستان او امريكا تر منځ د امنيتي تړون په تمه دي. كه افغان حكومت، په ځانگړي توگه افغان ولسمشر حامد كرزي دغه تړون لاسليك نه كړ؛ نو ښايي د افغانستان صنعت له ماتې سره مخ شي
د دغې ټولنې د څرگندونو له مخې افغانستان د غيرالكولې څښاك، معدني اوبو، پلاستيكې او د څرمنې د بوټونو، بسكيټو، آيس كريم او د المونيمې دروازو د توليد په برخه كې په خپلو پښو ولاړ دى.