پرمختګ او بشپړتیا

د افغانستان هوايي ځواک په تېرو۵ مياشتو کې نږدې شپږ زره الوتنې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان هوايي ځواکونو په تېرو پېنځه مياشتو کې نږدې شپږ زره الوتنې کړي، چې څه نا څه دريڅلوېښت زره کسان او څه باندې شپږ ټنه مواد يې لیږدولي او درې زره پېنځه سوه اته پنځوس تنه مړي او ټپيان يې هم لیږدولي دي.

د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندان تورنجنرال عبدالوهاب وردگ تېره ورځ په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، چې د هېواد هوايي ځواکونه د پخوا په پرتله ډېر پياوړي شوي؛ خو د هوايي دفاعي سيستم په برخه کې هیڅ نه لري.

دی زیاتوي، د افغانستان هوايي ځواک د هېواد په نږدې شل ولايتونو کې بېلابېل مرکزونه لري، چې د هېواد گوټ گوټ ته نظامي او لوجستيکي الوتنې ترسره کوي.

د ده د معلومات له مخې، افغان هوايي ځواک دا مهال یو سل و اویا ډوله الوتکې لري.

Trending

Exit mobile version