تازه خبرونه
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې له امریکا خوندي تر سره شوي – ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (شنبه د مرغومي ۶) ادعا کړې، چې یو امریکايي عسکر ورته ویلي؛ د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د امریکا د ولسمشرۍ له ټاکنو غوره او خوندي تر سره شوې دي.
ټرمپ په خپل ټویټ کې څرګنده کړې: یو ځوان امریکایي سرتېری، چې په افغانستان کې کار کوي ماته ویلي، چې د افغانستان ټاکنې د امریکا د ۲۰۲۰ له ولسمشریزو ټاکنو خورا خوندي او غوره وې.
هغه زیاته کړې: زمونږ (ټاکنې) د برېښنالیک له لارې په رای کارولو کې درغلۍ رامنځته شوي. دا ټاکنې د درېیمې نړۍ د ټاکنو په څېر دي. جعلی ولسمشر.
د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، له ډونالډ ټرمپ څخه په دې اړه د شواهدو غوښتنه شوې، چې کوم امریکايي سرتېري دا څرګندونې کړي؛ خو سپینې ماڼۍ پدې اړه څه ندي ویلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې درغلي شوې او جوبایډن د درغل رایو پر بنسټ ګټونکی اعلان شوی دی.
تر دې دمه د امریکا قاضیانو د ټاکنو د درغلیو په اړه د ډونلډ ټرمپ ۶۰ شکایتونه رد کړي دي.
د ټرمپ له دغې ادعا وروسته امریکايي رسنیو د هغه پر څرګندونو تحلیلي راپورونه جوړوي.
د راپورونو له مخې؛ څلور میاشتې وروسته د افغانستان د ټاکنو پایلې اعلان شوې، چې د عبدالله عبدالله لخوا ونه منل شوې او څرګندوي، چې په ټاکنو کې درغلي شوې وې او دواړو نوماندانو په یوه ورځ لوړه وکړه.