تازه خبرونه

د افغانستان وګړي نږدې ۳۵ میلیون کسان دي  

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۲, ۱۴۰۲)

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې وياند محمد حليم رافيع ويلي، چې د ١٤٠٢ لمریز لېږدیز کال د اټکلي سرشمېرنې له مخې؛ د افغانستان وګړي ٣٤ ميليون او ۹۰۰ زره کسان دي، چې ٥١ سلنه يې نرينه او ٤٩ يې ښځینه دي.

محمد حلیم رافیع له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۳ل. ل. کال د علمي او هر اړخیزې سرشمېرنې طرحه وزیرانو شورا ته وړاندې کړې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د هېواد علمي سرشمېرنه ډېره بودجه غواړي او په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې همکارۍ ته هم اړتيا ده.

له بلې‌خوا د احصائې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغانستان په روان کال کې له ۱۳۴ میلیون ډالرو ډېر صادرات لرل. دغه صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته ترسره شوي دي.

د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ صادرات د تېر کال د سلواغې پر پرتله ۴۲ اعشاریه ۶ ميليون ډالر زيات شوي دي.

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې، چې د روان کال په سلواغه کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۷۹۳ اعشاریه ۷ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې له ایران، چین او پاکستان څخه تر ټولو ډېر واردات ول.

Trending

Exit mobile version