سیمه ییز خبرونه
د افغانستان يوولسو پوهنتونونو د پوهنتونونو د نړيوالې شورا غړيتوب ترلاسه كړى دى
د افغانستان د لوړو زده كړو وزارت وايي، چې د يو شمېر پوهنتونونو اكاډميك سيستم به د نړيوالو پوهنتونو د شورا تر غړيتوب وروسته معياري شي.
د لوړوزده كړو وزير عبيدالله عبيد وايي:
يوولسو پوهنتونونو د پوهنتونونو د نړيوالې شورا غړيتوب ترلاسه كړى دى.
د لوړو زده کړ وزیر همدارنګه زیاتوي، چې د كابل، پولتخنيك، استاد رباني، طب ، ننګرهار، بلخ، خوست، پكتيا، كندهار، هرات او باميان پوهنتونونو دا غړيتوب ترلاسه كړى، چې دې سره به په نوموړو پوهنتونونو كې د ظرفيتونو په برخه كې ځينې ستونزې حل شي.
د لوړو زده كړو وزير دا د لوړو زده كړو د نظام لپاره يومهم ګام ګڼي.
هغه همدارنګه وویل، چې د لوړو زده كړو په برخه كې يې له ۲۰۱۴م كال وروسته يو پنځه كلن ستراتژيك پلان جوړ كړى او نړيوال بانك او نړيوالې ټولنې ورسره د ۳۴۲ ميليون ډالرو د وركړې ژمنه هم كړې ده.
له بلي خوا د تركيه د پوهنتونونو د شورا مشر عزيز اوغلو، چې د دغې شورا مشري هم كوي ژمنه وكړه، چي د افغاسنتان له پوهنتونونو سره د ټكنالوژۍ او تخنيكي برخو كي هر راز مرستو ته چمتو دی.
د پوهنتونونو نړيواله شورا كي ۲۶ هېوادونه شامل دي، چي د نړۍ ۱۵۰ پوهنتونونو يي غړيتوب تر لاسه كړى دى.