1393ټاكنې
د افغانستان ټاکنې د نړۍ تر ټولو اوږدې ټاکنې
ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې ښایي په پنځو یا شپږو ورځو کې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند ټینګار کوي، چې بحثونه پر دې روان دي، چې د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام د نېټې په ګډون د ټاکنو د نورو پړاونو نېټه هم اعلام شي.
د افغانستان ټاکنې د نړۍ تر ټولو اوږدې ټاکنې بلل شوي، شاوخوا شپږ میاشتې کېږي، چې خلک د ټاکنو مسئلې بوخت ساتلې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي، د ټاکنو لپاره به نوی مهال وېش ژر چمتو کړي، چې د ټاکنو د وروستیو پایلو نېټه هم په کې شامله ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند ټینګار کوي، چې تر شپږو ورځو به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام شي.
ده وویل، تر اوسه د ټولو صندوقونو 18404 صندوقونه، چې 80.67 سلنه کېږي، تفتیش شوي او 15582 محلونه د معلوماتو د غونډولو مرکز کې داخل شوي هم دي.
ده زیاته کړه، چې د تفتیش او ابطال پایله به ټاکنیزو ډلو ته واستول شي او ټاکل شوې، چې د یکشنبې په ورځ هم د تفتیش شویو صندوقونو د یوې سترې برخې په اړه پرېکړه وشي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې باور لري، چې د رایو د تفتیش پروسه به هغه مهال چټکه شي، چې د ملګرو ملتونو څارونکي په خپل وخت سره کارونو ته حاضر شي، او دوی دا مسئله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازي سره شریکه کړې ده.