تازه خبرونه

د افغانستان ټرافیکو نوي موټر ترلاسه کړل

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ټرافیکو عمومي ریاست ته د ۲۸ نویو موټرو د سپارلو په مراسمو کې ویلي، چې وزارت د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندیز کړی، چې د پېښو د مخنیوي لپاره د افغانستان ټول ټرافیکي سیسټم ډیجیټل شي.

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۴

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست ته د یو شمېر نویو او عصري موټرو د سپارلو اعلان وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ټرافیکو عمومي ریاست ته د ۲۸ نویو موټرو د سپارلو په مراسمو کې ویلي، چې وزارت د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندیز کړی، چې د پېښو د مخنیوي لپاره د افغانستان ټول ټرافیکي سیسټم ډیجیټل شي.

هغه زیاته کړې، چې له وروستیو اقداماتو سره، د ټرافیکي پېښو له کبله د مرګ او ژوبلې شمېر، چې پخوا هره ورځ له ۲۸ څخه تر ۳۰ پورې و؛ اوس په میاشت کې نږدې ۲۸ ته راټیټ شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ نوي موټر، چې ځانګړی رنګ، نښې او د ټرافیک پولیسو لپاره خپل اړوند تجهیزات لري؛ په ښارونو او لویو سړکونو کې به د ټرافیکي نظم د ډاډمنولو، د پېښو مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدماتو په وړاندې کولو کې اغېزمن رول ولوبوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې د ټرافیکو ریاست ته د ۲۸ نویو موټرو سپارل د دې بهیر لومړی پړاو و او په راتلونکي کې به ۶۰ نور موټرهم دې ریاست ته وسپارل شي.

Trending

Exit mobile version