تازه خبرونه
د افغانستان-پاکستان د ترانزیتي ستونزې حل اړوند امیدونه
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې له پاکستان سره د ترانزیت ستونزې به ژر حل شي، او دا چې صادرات به د تورخم او سپین بولدک له لارې پیل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسولین وایي دوی توانیدلي له پاکستان سره داسې هوکړه وکړي چې د سپين بولدک او تورخم لارې به د اونۍ شپږ ورځې د سوداګریزو مالونو د لیږد لپاره پرانیستې وي.
دوی زیاتوي چې له عید الفطر څخه وروسته به د افغانستان صادرات هم له همدې لارې څخه پيل شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د مسوولینو په وینا د پاکستان له لارې صادرات دافغان سوداګرو لپاره تر ټولو اقتصادي تمامیږي.
خو د خصوصی سکټور غړي بیا له یاد وزارت څخه غواړي چې د هیواد د صادراتو لپاره له پاکستان پرته، په نورو بدیلو لارو هم فکر وکړي. دوۍ وایی: “د پا کستان لاره نږدې ده، خو ډاډمنه نه ده.”
بلخوا، د کرنې اومالدارۍ خونې مسولین وایی د هیواد د تازه میوې فصل د رسیدو سره سم باید ورته د صادراتو زمینه خوندي وي.
دوۍ له سوداګرۍ او صنایعو وزارت څخه غوښتنه کوي چې د پاکستان د مسیر پرځای په بدیلو لارو کار وکړي؛ او زیاتوي چې، یاد وزارت باید د هېواد صادراتو ته د منځنۍ اسیا لارې او چابهار بندر پرانیزي.
کارپوهان او د اقتصادي چارو شنونکي هم د سوداګرۍ او صنایعو په وزارت غږ کوي چې دهیواد د صادراتو بهیر د پراختیا لپاره باید حکومت پهر بیلابیلو، هوایي او ځمکني، دهلیزونو ټینګار وکړي.
دوی په دې باور دی چې حکومت باید د کورنیو کرنیزو محصولاتو لپار د بهرنیو بازارونو د موندلو ترڅنګ، په کوردننه د پروسس زمینه برابره کړي تر څو ټول کرنیز خام تو کي په هېواد کې پروسس او بیرته په کوردننه وکارول شي
