تازه خبرونه

د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان حکومت د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال راحیل شریف د څرګندونو په غبرګون کې وايي، ټول هغه اسناد،چې افغان امنیتي ادارو ترلاسه کړي ښيي، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون برید د پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی وه

ولسمشرمحمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په ولسمشرۍ مانۍکې د ملي امنیت د شورا د غونډې په وختکې د پاکستان د پوځ له مشرجنرال راحیل شریف سره دتیلیفون پر لیکه خبرې وکړې او هغه ته یې وویل، چې د افغانستان پر امریکايي پوهنتون بریدد پاکستان په خاوره کې تنظیم شوی و.

همداشان لهولسمشرۍڅخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، افغان حکومت جنرال شریف سره د ګرځندد هغو درېشمېرو په اړه هم معلومات شریک کړي،چې ترهگرو د بریدپرمهال په پاکستان کې له چا سره پرې اړیکې نیولې وې.

دوی وایي د اړیکو تر څنګ داسي نور اسناد هم تر لاسه شوي، چې په افغانستان کې د بریدونو تر سره کولو په اړه په پاکستان کې د بریدونو پر تنظیم دلات کوي.

لهراحیل شریف سره د ښاغلي غني له ګرځند اړیکېوروسته د پاکستان پوځ په یوهاعلامیهکې د جنرال شریف له قوله ویلي، چې پاکستان به چا ته اجازه ورنکړي،چې له خاورې یې د افغانستان پرضد کار واخیستل شي.

دغه راز دوی رسنیو ته په ډاګه کړې؛ د هغو درې شمېرو په اړه، چې د برید پر مهال کارول شوي؛ د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې دغه شمېرې په افغانستان کې دننه د افغان کمپنیو لخوا ورکړ شوي نه د پاکستان له لوري. 

Trending

Exit mobile version