سیمه ییز خبرونه
د افغانستان پر خاورې د تېری پر لامل د پاکستان سفیر احضار شو
پر افغانستان د پاکستان د بریدنو او د افغانستان پر خاوره د تېری پرلامل د پاکستان سفیر احضار شو.
عبدالعزیز کریمی رپوټ راکوی، چې د پاکستان د پوځیانو له لوری د افغانستان پر خاوره او په ځانگړي توگه د کونړ پر ولایت روانو بریدونو د افغانستان کلک غبرگون را وپاراوه .
د طالبانو په منځ کې د پاکستاني پوځیانو او پوځي سلاکارانو د شمېر زیاتوالی، له طالبانو څخه ملاتړ او د راکتی بریدونو دوام د افغان دولت له مهمو اندېښنو څخه دي.
د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان دا عمل د افغانستان پر خاوره ښکاره تيری وباله او د دوشنبی په ورځ(د زمريِ۱۳) یی د پاکستان سفیر را وغوښت.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی وایي، چی که پاکستان له دی کړنو لاس په سر نشي؛ نو افغانستان به یی په غبرگون کې په پوځي اقدام لاس پورې کړي .
د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې پاکستان تل د افغانستان د ناامن کولو لپاره هڅه کړې او هیچ کله هم پخپلو ژمنو نه دي ولاړ .
د ولسمشر حامد کرزی په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا د پاکستان د پوځ دا اقدام د افغانستان پر ځمکني بشپړتیا ښکاره تېری بولياو وایي، چې د پاکستان پوځ د د دواړو هېوادنو د تېرو هوکړو خلاف نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړل.