تازه خبرونه

د افغانستان پر خلکو ۱۳۹۹ لمریز هجري کال خونړی تېر شو

Published

on

(Last Updated On: کب ۳۰, ۱۳۹۹)

د افغانستان خلکو ۱۳۹۹لمریز هجري کال په کابل کې د سکانو پر عبادت ځای په برید سره پیل کړ؛ په دې کال کې ناامني پراخه شوه او د جګړې تکتیک هم بدل شو.د افغانستان خلکو ۹۲۳ موخه ییز بریدونه ولیدل، چې یوولس خبریالان، اووه لس مدني فعالان، د ولایتي شوراګانو څلور غړي او سلګونه دولتي کارکوونکي او قومندانان یې ووژل شول.

د ۱۳۹۹ لمریز هجري کال په وروستیو ورځو کې طالبانو له هر نااسلامي نظام سره جګړه اعلان کړه؛ خو د دې کال ۳۶۵ ورځې له جګړو پرته تېرې نه شوې او د افغانانو د خپلمنځي خبرو تر سیوري لاندې جګړې ډېرې پراخې شوې.

د نوي کال پر شپږمه ورځ په کابل کې د سکانو پر عبادت ځای برید وشو؛ ۲۵ کسان په کې ووژل شول او اته نور ټپیان شول. د غویي پر ۲۳ د دشت برچي په سیمه کې د بې پولې ډاکټرانو پر زیږنتون برید وشو؛ څلیریشت کسان یې وژلي او ۱۶ نور ټپیان شول. یو ساعت وروسته له دې پېښې په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو برید وشو؛ ۲۴ کسان ووژل شول او اته شپېته نور یې ټپیان کړل. د کوثر پر روزنیز مرکز برید هم د نجونو او هلکانو په ګډون  ۲۴ زدکوونکي ووژل او۵۷ نور یې ټپیان کړل. له دې اته ورځې وروسته د کابل پر پوهنتون برید وشو. ۲۲ زدکړیالان یې ووژل او دوه پنځوس نورټپیان شول.

 ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې کال کې د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر خلاف له شل زره ډېر عملیات وشول. طالبانو په ۳۶۵ ورځو کې د اووه ولایتونو د ۱۳۲ ولسوالیو د سقوط هڅه وکړه. د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو په وړاندې د ودرېدو تر څنګ اته ولسوالۍ د طالبانو له کنتروله ووتې.

په دې کال کې جګړو د ملکیانو په ګډون له پوځیانو او طالبانو هم قرباني واخیسته،

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د وروستیو څرګندونو له مخې؛ په دې کال کې ۲۹۵۸ د نښتو او چاودنو پر مهال ووژل شول ۵۵۴۲ نور ټپیان دي.

د دغه کال د ځاني زیانونو شمېر ښیي، چې په هرو څلیریشت ګړیو کې اته کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دې تلفاتو ۵۳ سلنه طالبانو، ۱۵ سلنه افغان او بهرنیو ځواکونو او پېنځه سلنه داعش؛ خو پېنځه ویشت سلنه ناڅرګندو کسانو را منځته کړې ده.

په دې کال کې بهرنیو ځواکونو هیڅ راز تلفات نه درلودل.

د امنیتي ځواکونو تلفات که څه هم دقیق نه دي؛ خو له دولس زره ډېر اټکل شوي.

ملي اردو وایي، چې په دې کال کې اتلس زره دوه سوه اته اتیا طالبان وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې؛ هدفي وژنې، د مقناطیسي ماینونو د چاودنو په ګډون سبب شوې، چې نهه سوه درویشت کسان ووژل شي او څه ناڅه ۶۴۹ نور ټپیان شي.

دا کال افغان خبریالانو ته هم خونړی و؛ ۱۱ خبریالان وژل شوي، چې څلویښت سلنه یې ښځې دي، پنځوس خبریالانو او د رسنیو کارکوونکیو افغانستان پرېښود.

په دې کال کې پېنځه نیم زره امریکایي سرتیري له افغانستان ووتل، په دوو پړاونو کې یې خپل ځواکونه کم کړل، د بهرنیو ځواکونو له وتو سره جوخت طالبانو د جګړې اعلان په پاکستان کې وکړ.

دا پرېکړه سبب شوه، چې ناټو له افغانستان څخه د ځواکونو په ویستو یا نه ویستو کې دوه زړې شي.

د مې له لومړۍ نېټې وروسته د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله روښانه نده.

نوی پسرلی هم له سختو جګړو سره مل اټکل شوی دی، چې پر بهیر به یې ښایي طالبان او حکومت د استانبول په ناسته کې پرې بیا کتنه وکړي.

Trending

Exit mobile version