تازه خبرونه
د افغانستان پر روان تاوتریخوالي پاکستان او اروپایي اتحادیې اندېښنه څرګنده کړې
پاکستان او اروپا اتحادیې د چارشنبې پر ورځ ( لړم ۱۴) په ګډه څرګنده کړې؛ د افغانستان د جګړې ټولې خواوې دې د سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او له ورانکارو هڅو دې ډډه وکړي.
د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رونالد کوبیا ویلي؛ دغه اعلامیه نه یوازې د تېرو ۱۹ کلونو دلاسته راوړنو په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو پر حقونو ټینګار کوي، بلکې بشري اوربند هم غواړي.
کوبا څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له غوښتنې او سپارښتنې وروسته یې دا اقدام کړی دی.
حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په غوښتنه په پرله پسې توګه له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې؛ خو دا بلنه د طالبانو لخوا نده منل شوې.
په اعلامیه کې راغلي؛ اروپايي اتحادیې او پاکستان ژمنه کړې، چې سیمې ته به د سولې، ثبات او پرمختګ راوستلو لپاره خپلې همکارۍ روانې ساتي.
دغې اعلامیې د انسان تښتونې، مخدره توکو قاچاق او د تروریزم د تمویل او پیسو مینځلو پر وړاندې هم پرګډه مبارزه ټینګار کړی دی.
دوی څرګنده کړې؛ د افغانانو په مشرۍ خپلمنځي خبرې د افغانانو په ګټه دي او دواړه خواوې باید په افغانستان کې د سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره ګډې هڅې مثبتې پایلې ته ورسوي.
اروپایي اتحادیې او پاکستان دا هم ویلي، چې د افغانانو ترمنځ په خبرو کې باید د تېرو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي. په ځانګړي توګه د ښځو او ځوانانو لاسته راوړنې، چې د یوه سوله ییز افغانستان لپاره بنسټ کیښودل شي.
دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان مهاجرینو بېرته ستنیدو په برخه کې د افغانستان ملاتړ وکړي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ تاوتریخوالی په داسې حال کې ډېر شوی، چې سیمه د تلپاتې سولې په اړه هیله منه شوې او د کورونا ویروس د خپریدو له ګواښ سره مخ ده.