لوبی

د افغانستان پر وړاندې دردوونکې ماتې مې له سترګو خوب وتښتاوه – بابر اعظم

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم ویلي، چې د ۲۰۲۳ ز. کال په کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ماتې “خورا دردونکې” وه او د لوبې له بایللو وروسته یې ټوله شپه خوب ندی کړی.

بابر اعظم A sport ته ویلي: دا لوبه زما لپاره ډېره دردونکې وه؛ ځکه، چې په نړیوال جام کې د افغانستان پر وړاندې ماتې ډېر توپیر درلود.

هغه زیاته کړې: زه فکر کوم، چې هغو ډېر ښه کرکټ وکړ او مونږ هغه څه ونشول کولی لکه څنګه، چې ورته اړتیا وه. مونږ هڅه وکړه او ښې منډې مو جوړې کړې؛ خو څرنګه، چې دواړه لوبغاړي (ابراهيم ځدراڼ او رحمت شاه) لوبه کوله، داسې نه ښکارېده، چې لخ ډګره به ووځي؛ د دوی وړتیاوې باید ومنل شي.

بابر زیاته کړې: هغه ورځ زما لپاره يوه سخته ورځ وه. ما پر هغه ورځ خوب ونشو کولی. دې [ماتې] زما زړه سخت ودرداوه.

بابر اعظم بیا د دې ناکامۍ پر څرنګوالي غور وکړ او څرګندوي، چې تجربه د داسې حالاتو په اداره کولو کې مرسته کوي.

هغه وایي: وګورئ، بریا پرې لږ څه وخت نیسي؛ یو یا دوه ورځې … هرڅومره، چې ډېره لوبه وکړئ، څومره تجربه مومئ، پوهیږئ، چې څنګه ځان سمبال کړئ.

افغانستان د ۲۰۲۳ ز. کال په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې پاکستان ته د ۸ ویکټو پر توپیرماتې ورکړه.

رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ او رحمت شاه له پنځوسو ډېرې منډې وکړې او نور احمد درې ویکټې واخیستې.

د دغې لوبې غوره لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ، چې ۸۷ منډې یې کړې وې؛ خپله جایزه له پاکستان څخه د جبري ایستنې کډوالو ته ډالۍ کړه او افغانانو یې د دې کار پوره ستاینه وکړه.

دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا وه.

د یادونې ده، چې دا دوه لوبډلې اووه ځله په دې ډول سیالیو کې له یو بل سره مخ شوي دي.

Trending

Exit mobile version