د هوا حالاتو بدلونونه
د افغانستان په اووه ولایتونو کې د واورې او باران خبرداری ورکړ شو
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د دوشنبې پر ورځ ( د وري یویشتمه ) د سالنګ لویې لارې په ګډون د هېواد په اووه ولایتونو کې د واورې او باران خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشېر او نورستان ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو وړاندویېنه شوې ده.
دې ادارې د سالنګ پر لویه لار د واورې ورېدو خبرداری هم ورکړی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ امکان لري په یادو ولایتونو کې د واورې او باران کچه تر ۳۰ ملي مترو پورې ورسیږي.
د انرژۍ او اوبو وزارت د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د سېلابونو او د اوبو د سطحې له لوړېدا خبر ورکړی او څرګندوي: د اورښتونو او واورو د اوبه کېدو له کبله په ځينو اړوند سیندیزو ساحو (کوکچه، تالقان، بغلان، پنجشېر او غوربند) کې د سېلابونو راوتلو شونتیا لیدل کیږي.
دغه وزارت د ټیټو سيمو له عامو وګړیو غوښتنه کړې، چې په پوره پاملرنه دې د سيلابونو او اورښتونو پر مهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
