تازه خبرونه
د افغانستان په اړه د اسلامآباد پر تګلاره ملي خبرو ته اړتیا ده – پاکستاني کارپوه
عبدالله خان ویلي، هغو کسانو، چې دغه تګلاره یې جوړه کړې؛ ښایي ډېره وړتیا ولري، خو موخه او لوری یې عامو خلکو ته روښانه نهدی.
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د اندتون(انسټیټیوټ ) رییس عبدالله خان د افغانستان په اړه د اسلامآباد پر تګلارې د ملي خبرو غوښتنه کړې؛ ځکه، چې پر وینا یې د پاکستان اوسنۍ تګلاره نه یوازې اسلامي امارت نه کمزوری کوي، بلکې د افغانستان خلک له پاکستان څخه نور هم لرې کوي.
عبدالله خان ویلي، هغو کسانو، چې دغه تګلاره یې جوړه کړې؛ ښایي ډېره وړتیا ولري، خو موخه او لوری یې عامو خلکو ته روښانه نهدی.
نوموړي پوښتنه کړې:« که د پاکستان ستونزه له طالبانو(اسلامي امارت) سره وي؛ نو ولې داسې اقدامات کېږي، چې ښایي د افغانستان ټول خلک د پاکستان پر وړاندې ودروي؟!»
نوموړي د اسلامي امارت پر ضد له وسلهوالو ډلو څخه د پاکستان له ملاتړ مخالفت کړی او څرګندوي، چې د ډېرو افغانانو له شړلو وروسته به د افغان ډلو باور بېرته ترلاسه کول او له هغوی سره د پاکستان همکاري ستونزمنه وي.
نوموړي د اسلامي امارت پر وړاندې د پاکستان تګلاره د هند پر وړاندې د دښمنۍ پر کچه خطرناکه بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دغه چلند ښایي په افغانستان کې د هند د نفوذ د بیا زیاتېدا زمینه برابره کړي.
د عبدالله خان د څرګندونو له مخې، د ۲۰۲۳ز.کال په اوکټوبر کې د افغانستان په اړه د پاکستان د سختدریځې تګلارې له غوره کېدا وروسته په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه زیات شوي دي.
هغه همدارنګه ویلي، چې د سرحدي دروازو تړل کېدا د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسولی دی.
خان د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره د بېړنیو ملي بحثونو غوښتنه کړې، چې پاکستان وکولی شي د خپل امنیت د خوندي کولو او د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره مناسبه لار ومومي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه تګلاره باید د یوه کس یا یوې محدودې ډلې لهخوا ونه ټاکل شي، بلکې باید د پاکستان د ملي ګټو او امنیت پر بنسټ جوړه شي.