تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې غونډه مثبته وه ـ مولوي متقي

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې له ګډون وروسته کابل ته راستون شو.

مولوي متقي د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریوټولنې لخوا د مرستو صندوق جوړېدل او د افغانستان لپاره د دې ټولنې د ځانګړي استازي ټاکنې ته په نغوته کې پاکستان ته خپل سفر بریالی وباله.

هغه هېواد ته له رارسېدو سره سم خبريالانو ته ویلي، چې په دې غونډه کې ټولو اسلامي هېوادونو د افغانستان له خلکو سره د بشري او پراختيايي همکاريو ژمنه وکړه.

نوموړي زیاته کړې؛ د یادې ټولنې  په غونډه کې ټولو غړیو هېوادونو او د بېلابېلو بنسټونو مشرانو د بشري مرستو او پراختیايي پروژو د پیلولو ژمنه وکړه.

 هغه د نړیوالې ټولنې لخوا د اسلامي امارت د رسمیت پیژندلو په اړه څرګنده کړه: دا یو څرګند حقیقت دی، چې کله مونږ کوم هېواد ته سفر کوو؛ تود هرکلي مو کیږي. مونږ غونډې لرو. د هرې ورځې له  تېرېدو سره په کابل کې د بهرنیو سفارتونو شمېر مخ پر ډېرېدو دی او زمونږ سفیران او ډیپلوماټان نورو هېوادونو ته استول کېږي.

مولوي متقي د افغانستان لپاره د داعش د ګواښ په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي. هغه زیاته کړې، مونږ د نورو پر پرتله داعش ښه کنټرول کړی دی.

 هغه زیاته کړې ده، که عمران خان دې ته نغوته لري، چې د افغانستان کمزوری حکومت د داعش ګواښ نشي کابو کولی؛ دا بیا بله خبره ده او هیله من دی، چې کار تر دې ځایه راونه رسیږي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړې غونډه، چې د یکشنبې پر ورځ د سعودي عربستان په غوښتنه په اسلام آباد کې جوړه شوه؛ د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون د ۱۷۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازیو په کې ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version