تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې نېټه وټاکل شوه

Published

on

ملګرو ملتونو په ډاګه کړی، چې د افغانستان په اړه به د دوحې درېیمه غونډه ( د چنګاښ میاشتې پر لسمه او یوولسمه / د جون پر دېرشمه او د جولای پر لومړۍ ) جوړه شي.

دغه نړیوال بنسټ د سې شنبې پر ورځ (د غبرګولي لومړۍ ) د اسلامي امارت له چارواکو او یو شمېر افغان څېرو سره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د وروستۍ ناستې په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د مدني ټولنې فعالان هم شتون ولري.

په دې اعلامیه کې د افغان څېرو د څرګندونو له مخې راغلي، چې له اسلامي امارت سره د نړیوال تعامل په هره تګلاره کې باید بشري، پرمختیایي او اقتصادي ننګونې په پام کې ونیول شي.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ ځینو افغان څېرو د دې ټولنې د عمومي منشي انټونیو ګوترش له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره په لیدنه کې نشه‌یي توکو او «ترهګرو ډلو» له امله د رامنځته شویو خطرونو او ګواښونو یادونه کړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دوحې د درېیمې ناستې هدف له اسلامي امارت سره په ” بنسټیز او منظم” ډول د نړیوالو اړیکو زیاتول دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال د ثور له ۲۹ مې د غبرګولي تر لومړۍ پورې له افغان څېرو سره په کتنه کې له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

دوه ورځې وړاندې ديکارلو د ریاست الوزراء له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره په لیدنه کې ويلي، چې د دوحې په غونډه کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت شرايط ستونزمن ندي.

مولوي عبدالکبیر له نوموړې سره په ناسته کې د ګډون شرط د اسلامي امارت د دریځ منل یادکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت استازو د ملګرو ملتونو په دوه‌یمه ناسته کې، چې د سلواغې پر نهه‌ویشتمه او دېرشمه تر سره شوې؛ د غوښتنو د نه منلو له کبله ګډون ونکړ؛ ځکه، چې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره ناسته د مدني ټولنې د استازو له ګډون پرته د اسلامي امارت یوه مهمه غوښتنه وه.

Trending

Exit mobile version