تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه به په تهران کې جوړه شي- کابلوف

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۳

د روسیې بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي په تهران کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې له جوړېدو خبر ورکړ.

د تاس خبري آژانس د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سې شنبې پر ورځ  څرګنده کړې، چې د افغانستان په اړه د مسکو تماس ډلې غونډه به د جون پر اتمه (شنبه د غبرګولي نولسمه) په تهران کې جوړه شي.

دغه لوړ‌پوړي روسي ډیپلوماټ دا هم ویلي، چې دا غونډه به د روسیې، ایران، پاکستان او چین د ځانګړیو استازو په حضور کې ترسره شي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي: مونږ د افغانستان له مشرتابه سره په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي پر کوربتوب راتلونکې درېیمې ناستې ته د چمتووالي په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د روسيې استازي ویلي، چې د دوحې غونډې ته د چمتووالي په اړه  سلا مشورې روانې دي.

Trending

Exit mobile version