تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د ډله‌ییز امنیت ټولنې ۳۷ ناسته ترسره شوه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۲)

د افغانستان په اړه د ډله‌ایز امنیت تړون ټولنې اووه دېرشمه غونډه د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی اوومه ) جوړه شوه او ګډونوالو یې یو ځل بیا له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

په دې غونډه کې د دې ټولنې د غړیو هېوادونو د سرمنشي مرستیال، په روسیه کې د افغانستان چارسمبالي محمد جمال ناصر، د ملګرو ملتونو استازي او د یو شمېر نورو ټولنو استازیو ګډون کړی و او په افغانستان کې یې د ترهګری د ګواښونو له ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.

په دې ناسته کې جمال ناصر غروال د هېواد د سیاسي جوړښت، ناامنیو او نشه یي توکو په اړه د اندېښنو په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ؛ اقتصادي او امنیتي وضعیت یې روښانه کړ.

د هند او ایران دفاع وزیرانو په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات، د شمال او سویل ترمنځ د لیږد رالیږد د دهلیز پر پراختیا او د نورو آسیایي هېوادونو او افغانستان ترمنځ د لوجستیکي ستونزو د اواري پر سر خبرې اترې کړې دي.

د ټولیز نړیوال امنیت ټولنې د اعلامیې په یوه برخه راغلي:  د افغانستان د وضعیت په اړه په مفصله توګه د نظرونو تبادله وشوه. ګډونوالو د ناسم امنیتي وضعیت پر دوام له دې هېواده د ترهګریزو ګواښونو او مخدره توکو زیاتوالي ته نغوته او اشاره وکړه.

دغه راز په ډاګه شوه، چې افغانستان اوس هم په سختو اقتصادي شرایطو کې دی او افغانان په بشري او ټولنیزه حوزه کې له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

اسلامي امارت بیا د دې بنسټ اندېښنې ناسمې بللي او وايي، چې په هېواد کې تر بل هر وخت امنیت ټینګ دی او له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې د سیمې هېوادونه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه څرګندونې کوي، چې اسلامي امارت ته د منلو وړ ندی.

روسیه، بلاروس، تاجکستان، ارمنستان، قزاقستان او قرغیزستان د ټولیز امنیت ټولنې دایمي غړي دي او د دغو هېوادونو استازیو دغې غونډه کې ګډون درلود.

Trending

Exit mobile version