تازه خبرونه

د افغانستان په جنګ کې واشنګتن بریالی کیږي- ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر وایي، د افغانستان په جنګ کې واشنګتن بریالی کیږي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د کار په لومړۍ ورځ له لوړې وروسته په افغانستان کې له میشتو سرتېرو سره انځوریزې خبرې اترې لرلې.

ترمپ ډاډمن کړل او ورته یې په ډاګه کړه، چې هڅې او مبارزه دې روانه وساتي؛ ځکه، چې امریکا په افغانستان کې د جګړې د ډګر ګټونکې ده.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي؛ مونږ به ډېر ژر ستاسو د لیدلو لپاره یو شمېر کسان درولیږو. تاسې زړه راکښونکي یاست او یوه غوني ځیږوونکې دنده تر سره کوئ. مونږ زر زر او زر په سلو کې له تاسې سره یو. تاسې یوه نه هیریدونکې دنده تر سره کوئ. مونږ له تاسې سره یو؛ خپله مبارزه روانه وساتئ؛ ځکه، چې ګټونکي یو.

 په افغانستان کې امریکایي سرتېری رابرت ترې په دې توګه ملاتړ څرګند کړی دی؛ زه په افغانستان کې له همکارانو سره د مشوره ورکولو د ډلې مشر یم. زه د خپلو ټولو سمندري سرتېرو په استازیتوب تاسې ته د ولسمشرۍ د لوړې مبارکي وایم.

دونالد ترمپ خپلو سمندري ځواکونو ته په ډاګه کړې؛ زه ډاډ درکوم، چې په ټول روان بهیر کې به له تاسې سره یم. تاسې اوس هغه څوک لرئ، چې تل به له تاسې سره یو ځای وي او مونږ به دا کار ګډ تر سره کوو. تاسې نه یوازې له ما ملاتړ کړی، بلکې خپله زړورتیا مو هم په ډاګه کړې ده، چې تل به د ویاړ وړ او لیدونکي وئ.

همدا اوس په افغانستان کې د ۳۹ هېوادونو سرتېري د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې د روزنې، مشورې او همکارۍ دندې ترسره کوي، چې ډېر یې امریکایان دي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version