تازه خبرونه
د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د شتون په اړه شواهد لرو – د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځ یو ځل بیا ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره کاروي او په دې اړه کوټلي شواهد شته.
د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن سېشنبه د غویی اتلسمه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو ریښه په افغانستان کې ده.
هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅو ته ژمن دی او د ټي ټي پي د له منځه وړلو لپاره به هره شونې لار وکاروي.
نوموړي زیاته کړې؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه به د ترهګرو پر وړاندې تر هغه ځایه، چې شونې وي مخکې ولاړ شي.
چوهدري د عاملینو د محاکمې تر څنګ ویلي: د ستر درستیز د څر\ندونو له مخې ترهګر په پاکستان کې ځای نلري.
د پاکستان د پوځ ویاند د افغان کډوالو د مسئلې په اړه ویلي: په میلیونونو افغانان اوس هم په پاکستان کې اوسیږي. په داسې حال کې، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. پاکستان له افغان کډوالو سره مرسته کړې او نړۍ هم پرې پوهېږي.
هغه زياته کړې؛ په پاکستان کې د افغان وګړو د شتون له کبله د قانون او نظم وضعيت خراب شوى او تر اوسه له ٥٦٣ زره ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې له دې مخکې اسلامي امارت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړی او څرګندوي، چې د پاکستان امنیتي ستونزه له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.
