تازه خبرونه

د افغانستان په ختیځ کې د القاعده شبکې دوه مهم مشران په نښه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاع وزارت وایي، چې د القاعده شبکې دوه مهم مشران د افغانستان په ختیځ کې په نښه شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون په ډاګه کړې، چې فاروق قحطاني او د هغه مرستیال بلال عتیبي د کونړ په ولایت کې د بې پیلوته الوتکې په یوه برید کې له منځه تللي دي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند پیترکوک وایي، چې د دغهبرید په اړه څېړنې روانې دي او د القاعده د دغو دوه غړیو وژل کیدل به دې ډلې ته لوی ګوزار وي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند زیاتوي؛ قحطاني د افغانستان په شمل ختیځ کې د القاعده امیر و او دنده یې درلوده، چې په افغانستان کې د القاعده لپاره خوندي پناه ځای جوړ کړي.

دی څرګندوي؛ بلال عتیبي هم ورته ماموریت درلود او دغه راز یې خپلې ډلې ته د نویو افرادو د جلب او جذب هڅه کوله.

راپورونه وایي، چې د بې پیلوته الوتکې دغه برید د اکتوبر په ۲۴ د شپې یوه بجه د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ د هیلګل په دره کې شوی.

په هغه مهال هم چارواکو او د سیمې اوسیدونکیو د دغه برید له کبله د ۱۵ وسلوالو د وژلو خبر ورکړی و او ویل شوي وه، چې په وژل شویو کسانو کې دوه عربان او پاکستانیان هم شته.

Trending

Exit mobile version