تازه خبرونه
د افغانستان په ختیځ کې پاکستانی طالب قومندان ټپي شوی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د طالبانو په حواله وايي،د افغانستان په ختیځ کې د پاکستانیو طالبانو یو قومندان عمر خراسانید افغان امنیتي ځواکونو پر ډزو ټپي شوی دی.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو د تحریک ویندوی احسان الله احسان د عمر خالد خراساني ټپې کیدل تائید کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی په ننگرهار ولایت کې د افغان او ناتو ځواکونو په گډو عملیاتو کې ټپي شوی دی.
خراسانی د پاکستانيو طالبانو د جمعیت الانصار ډلې مشر او د تحریک طالبان له مشرانو څخه دی.
خراسانی پخوا په مومند ایجنسۍ کې د طالبانو مشر و؛ خو تېر کال وروسته له هغې، چې ده او ځینو نورو طالب مشرانو ځان ته بېله ډله جوړه کړه،. له مومند ایجنسۍ څخه وایستل شو.