سیمه ییز خبرونه

د افغانستان په دفاعي بنسټونو كې فساد لوړې کچې ته رسيدلی- مارك پيمان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د برتانیا د نړیوال شفافیت ټولنه وايي:

د افغانستان په دفاعي او امنیتي برخو کې د فساد ضد یوه کارنده سیستم د نشتوالي له کبله اوس فساد، معافیت او مفسدو کسانو ته د سزا نه ورکول عام وگړي سخت ناهیلي کړي دي.

د اغې ټولنې مشر وايي:

د افغانستان په دفاعي بنسټونو كې فساد لوړې کچې ته رسيدلی دى، چې په وینا یې له آیساف څخه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته د خرڅلاو مسوولیت سپارل به د فساد زمینه لاپسې ډېره کړي.

كه څه هم افغان حكومت په افغانستان كې د اداري فساد او ناامنيو رېښې له نړيوالو سره تړلې بولي؛ خو نړيوال بنسټونه افغان حكومت مسوول گڼي، چې له دغو پديدو سره مبارزه وكړي.

د شفافيت د نړيوال سازمان د دفاع او امنيت څانگې رييس مارك پيمان وايي:

په دفاعي بنسټونو كې فساد زمونږ د تمي پر خلاف ډېر زيات دى. دغه حالت د عامو خلكو ژوند له خطرسره مخ كړى؛ ځكه ډېرې پيسې بيځايه تللي دي.

د افغانستان د شفافيت ادارې رييس يما ترابي وايي:

د دغه رپوټ له مخې افغانستان د هغو هېوادونو په كتار كې راځي، چې په دفاعي بنسټونو كې يې اداري فساد ډير لوړ دى.

په دغه رپوټ كې ويل شوي، چې دا مهال د دفاع وزارت د تدارکاتو بهیر په کافي اندازه هومره پیاوړی نه دی، چې له ائتلافي ځواکونو د خرڅلاو مسوولیت دغه وزارت ته وسپارل شي.

په ملي دفاع وزارت كې بډې، ناقانونه گومارنې او په قراردادونو كې فساد ډير زيات دى.

د شفافيت د نړيوال سازمان د دفاع او امنيت څانگه ريس مارك پيمان غوښتنه كړې، چې قانون جوړونكي بنسټونه بايد د څارني رول زيات كړي. مدني ټولنه، رسنۍ او ولسمشري هم مسووليت لري، چې خپله څارنه زياته كړي. ملي دفاع وزارت ته په كار ده، چې د خريدارۍ لپاره منظم ميكا نيزم جوړ كړي او رسنيو ته د څار زمينه برابره كړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي، چې دوى اوس د دغه رپوټ په اړوند څه نه شي ويلاى.

په دې ارزونه کې د نړۍ هغو۸۲ هېوادونو ته کتنه شوې ده، چې په ۲۰۱۱ م کال کې یې د نړۍ ۹۴ سلنه لگښتونه لگولي دي.

د برتانیا د شفافیت د ادارې د اټکل پربنسټ، په نړۍ کې هر کال د فساد کچه تر شل میلیارد دالرو پورې رسيږي.

یوه اوونۍ وړاندې د افغان حکومت او ملگرو ملتونو یوې نوې سروې په ډاگه کړې وه، چې افغان چارواکو تېر کال نژدې څلور زره میلیون دالر،  چې د کورنیو عوایدو دوه برابره جوړوي بډې اخیستې دي.

Trending

Exit mobile version