سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په زندانونو كې اوس هم تورن كسان شكنجه كيږي
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون له اړوند ارگانونو غواړي، چې د زندانيانو بشري حقونو ته درناوى وكړي او له ځورونو لاس واخلي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون رييسه سيما سمر وايي:
كه څه هم د ملي امنيت رياست په چوكاټ كي د بشري حقونو د څارني ادارې فعاله شوي؛ خو اوس هم په توقيف خونو او زندانونو كې تورن كسان په بېلا بېلو بڼو شكنجه او ځورول كيږي.
ښاغلې سمر زياتوي، چې شكنجه د انساني كرامت خلاف عمل دى او عاملين يې بايد په سزا ورسيږي.
د افغانستان د ملي امنيت رياست مرستيال حسام الدين حسام وايي، چې:
په زندانونو او توقيف خونو كې اصلاحات راغلي او تورن كسان د څېړنو او پلټنو پر مهال نه ځورول كيږي.
د ملي امنيت مرستيال حسام زياتوي، په زندانونو كې د بنديانو د ځورونې په اړه د بشري حقونو خپلواك كميسيون د مسوولينو ادعاوې بې بنسټه بولي.
دا په داسې حال كې ده، چې ملي امنيت رياست د خپلو كارمندانو لپاره د بشري حقونو د پوهاوي څلور ورځنۍ وركشاپ پيل كړى.