سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په زندانونو كې د زندانيانو دوسیی پر وخت نه څېړل كېږی
د زندانيانو د ځورونې او شكنجې د څېړلو كميسيون ولسمشرۍ ته په خپل رپوټ كې ويلي، چې په ځينو مواردو كې زندانيان د نيولو او يا هم د تحقيق پر مهال ځورول شوي دي.
د افغانستان په زندانونو كې له زندانيانو سره د ناوړه چلند په اړوند د ملګرو ملتونو د رپوټ له خپرېدو وروسته افغان ولسمشر يوه پلاوي ته دنده وسپارله، چې دا موارد وڅېړي او په پنځلسو ورځو كې خپل رپوټ ولسمشرۍ ته وړاندې كړي.
دغه پلاوي په كابل، هرات او كندهار كې د درويشتو ښځو په ګډون له شا او خوا دريو سوو زندانيانو سره خبرې كړې دي.
د افغانستان په زندانونو كې د زندانيانو د شكنجې د څېړنو كميسيون رئيس عبدالقادر عدالتخواه وايي:
ملګرو ملتونو د هغو زندانيانو نومونه، نه دي ورښودلي، چې د ناوړه چلند څخه یی شكايت كړى دى.
دغه افغان پلاوي ويلي، چې په زندانونو كې داسې كسان هم بنديان وو، چې عمرو نه يې له يو سلو لسو كلونو اوښتي وو.
دغه راز زياتوي، چې يو شمېر زندانيانو درملنې او يا هم طبي عملياتو ته اړتيا درلوده.
پر وخت د زندانيانو د دوسيو نه څېړل كېدل، له محاكمو څخه د خلاصون د حكم د تر لاسه كولو سربېره په زندانونو كې ساتل كېدل نورې هغه ستونزې دي، چې افغان پلاوي يې ولسمشرۍ په خپل رپوټ كې يادونه كړې ده.
ولسمشر حامد كرزي ويلي، چې د چهار شنبې په ورځ ( د سلواغې ۲۵ ) به د دغو ستونزو د هوارۍ او الزامي پرېكړو لپاره په كابل كې عدلي او قضايي غونډه جوړه كړي.
