تازه خبرونه
د افغانستان په زندانونو کې ناوړه چلند او شکنجې روانې دي
د ملګرو ملتونو تازه راپور ښیي چې لا هم د افغانستان په زندانونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند کیږي او د دغه بهیر دوام کولای شي ملي امنیت له منځه یوسي.
ملګري ملتونه هم دا راز د بندیانو شکنجه جنګي جنایت ګڼي او ټینګار کوي چې باید هغه کسان محاکمه شي چې بندیان شکنجه کوي.
ملګرو ملتونو د افغانستان د زندانونو د وضعیت په اړه په خپل دریم راپور کې وایي، که څه هم د بندیانو د ځورونې موارد څوارلس سلنه کم شوي؛ خو لا هم د بندیانو ربړونه او ور سره بد چلند دوام لري.
د دغه راپور له مخې، له ۷۹۰ نیول شویو کسانو نه دوه سوه اته اویا تنه یې د افغانستان په زندانونو کې شکنجه شوي دي، چې له دغې ډلې:
۲۶ سلنه د ملي امنیت په زندانونو کې
۳۱ سلنه د ملي پولیسو له خوا
۵۰ سلنه د سیمه ییزو پولیسو له خوا ځورول شوي.
او له اویاو بندیانو نه چې نړیوالو ځواکونو ساتل، شل یې شکنجه شوي دي.
ملګري ملتونه له افغان دولت غواړي چې د بندیانو د وضیعت د ښه والي لپاره عملي ګامونه اوچت کړي.
دغه سازمان له بندیانو سره د بد چلند دوام د ملي امنیت له منځه تلو سره تړلی بولي او وایي، دا یو ډول جنګي جنایت دی.
خو د ملي امنیت لوی ریاست د ملګرو ملتونو دا راپور ناسم بولي او ټینګار کوي چې د دغو ادعاو د ثبوت لپاره هیڅ اسناد نشته.
ولسمشرۍ ماڼۍ هم له بندیانو سره د ناوړه چلند دوام د بشري حقونوله قوانینو سرغړاوی بولي او د شکنجې د له منځه وړلو د پروګرام په پلي کېدو ټینګار کوي.
خبریال:فواد ناصری