تازه خبرونه

د افغانستان په ستراتیژۍ کې بدلون له افغان ځواکونو سره مرسته ډاډمنه کوي-کارتر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا دفاع وزارت وایي، د افغانستان په ستراتیژۍ کې بدلون د دې له پاره راوړل شوی،چې امریکايي قومندانان د افغان ځواکونو ډاډمنه مرسته وکړای شي.

د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي؛له نویو اختیاراتو سره سم، چې امریکايي پوځیانو ته ورکړشوي، امریکايي سلاکاران به اجازه لري،چې د جګړې په ډګرکې له افغان ځواکونو سره مل واوسي او هغوی ته په جنګي ماموریت کې مرسته او لارښوونه وکړي؛خو د جبهې په لومړۍ کرښه کې به نه وي.

حاضردمه امریکايي پوځیان یوازې په محدودو مواردو کې د ځانګړیوځواکونو ملګرتیا کوي.

کارتر ټینګار وکړ،چې دا بدلون به د امریکايي پوځیانو په ماموریت کې زیات بدلونرانه وړي.

ده دا هم وویل،چې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال مایک نیکلسن د پوځي سپارښتنو بشپړ ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزیر زیاتوي؛نوي تغییرات به د جګړې په فصل کې د افغان ځواکونو په ګټه تمام شي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د ناتو د غړیو هېوادونو په ستراتیژۍ کې هم ورته بدلون رامنځته شوی دی.

Trending

Exit mobile version