سیمه ییز خبرونه
د افغانستان په سياسي، اقتصادي او ټولنيز جوړښت كي د ښځو ونډه پيكه پاتې ده
د ښځو د سياسي مشاركت كميټه وايي، د افغانستان په سياسي جوړښت كي ښځې هيڅ ونډه نلري او د دوى حضور په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو كي ډير پيكه دى.
د ښځو د سياسي مشاركت كميټه په وروستۍ لسيزه كې د ښځو د حقونو لپاره تر سره شوي كارونه د قناعت وړ نه بولي.
د ښځو د سياسي مشاركت د كميټې غړې عالمه وايي، په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو كې د ښځو رول پيكه پاتې دى.
د نوموړې په وينا، له دې وروسته به ښځې په ټاكنو كې هغه چاته رايې وركړي، چې د ښځو حقونو ته اساسي پاملرنه وكړي.
دې له ټولو ښځو څخه په راتلونكيو ټاكنو كې د ونډې اخيستو غوښتنه وكړه.
دغه راز د ملي شورا يو شمېر ښځينه استازيو ته د افغان امريكايي پوهنتون له خوا د اداري فساد په وړاندې د مبارزې يو څلور ورځنى سيمنار جوړ شو.
د ولسي جرگې غړيو گلالۍ نور مومند او ذكيه سنگين ژمنه وكړه، چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه به له ملي شورا څخه پيلوي او وروسته به يي نورو ادارو ته غزوي.
د پارلمان دغه ښځينه وكيلانې په داسي حال كي د اداري فساد په وړاندي د مبارزي ژمنه كوي، چي په دي وروستيو كي پرملي شورا په اداري فساد كې د ښكېلتيا له وجې نيوكې كيږي.