تازه خبرونه

د افغانستان په شمال كې سيلاب ځپليو ته د بيات بنياد مرستې ورسول شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په تېره اوونۍ كې د افغانستان په شمال كې د باران د وريدو له كبله تند او زورور سيلابوونه راووتل، چې خلكو ته يې ځاني او مالي زيانونه واړول.
د بيات بنياد مسوولين، چې سيلاب ځپليو سيمو ته تللي وايي، چې ناورين ترهغه ډېر پراخ دى ، چې رپوټ يې وركړ شوى دى. د ځينو معلوماتو له مخې، يوازې په جوزجان ولايت كې سيلابونو له دوه زره ډېرې كورنۍ زيانمنې كړې دي.
بيات بنياد د شمال له سيلاب ځپيلو سره د مرستې لپاره خوراكي توكي، خيمې، كمپلې، فرش ، كالي او د ماشومانو لپاره ځواكمن خوراكي خواړه وليږل، چې پر سلگونه كورنيو ووېشل شول.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي، چې بيات بنياد سيلاب ځپليو ته خپلې بېړنۍ مرستې ورسولې.
هغه په سيمه كې د تلف شويو كسانو كورنيو ته د خواخوږۍ مراتب هم وړاندې كړل.
د جوزجان د خواجه دوكوه ولسواله سايره شكيب د بيات بنياد له مرستو مننه كوي او وايي، چې ناورين ډېر پراخ دى او سيلاب ځپلي دېرو مرستو ته اړتيا لري.
د خواجه دوكوه ولسوالۍ اوسيدونكي وايي، چې سيلاب يې هر څه په څپو كې له ځان سره وړي او له مرستندويو بنسټونو يې د ډېرو مرستو غوښتنه وكړه.
بيات بنياد تل د اړتيا په وخت خپلې بېړنۍ مرستې اړو كسانو ته ليږدولي، چې له دې مخكې يې په تخار كې له هغو كورنيو سره مرسته وكړ، ه چې د تپې د ښوئيدو له كبله زيانمنې شوې وې.

Trending

Exit mobile version