تازه خبرونه

د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د اسلامي تحریک د مشر زوی ووژل شوـ دفاع وزارت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۲, ۱۳۹۹)

د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي؛ د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ د اړوند سیمې د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کې عزیز یولداش(د ازبکستان د اسلامي تحریک د مشر طاهر یولداش زوی) وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه عملیات د دې ولایت د غورماچ ولسوالۍ د سید ګل کلي پر اړوند سیمه پیل شوي او د عزیز یولداش زوی حکمت په کې ټپي شوی دی.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ عزیز یلداش د شمال ولایتونو په یو لړ بریدونو او د افغانانو په وژلو کې کې لاس درلود.

یادې سرچینې په دې اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

ویل کیږي، چې د مرکزي آسیا د جنګیالیو یوه ډله فاریاب ولایت ته تللې او د ازبکستان د اسلامي خوزښت سره یوځای شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت دوه ورځې مخکې (سې شنبه) ویلي وه، چې د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ د اړوند سیمې د ملي امنیت د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده د هندي برخې مشر محمد حنیف الیاس عبدالله وژل شوی دی.

 د ملي امنیت خبرپاڼې په ډاګه کړې؛ حنیف د پاکستان تبعه او د عاصم عمر نږدې ملګری و، چې د طالبانو لخوا ورته پناه ورکړشوې او ساتل کیده.

دغه راز د روان کال په جولای کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې څرګنده کړې؛ د القاعده تر څنګ یو شمېر نورې ډلې هم په افغانستان کې فعاله دي، چې یو شمېر یې د طالبانو تر چتر لاندې هڅې کوي او ځینې نور یې له داعش سره یوځای شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له امریکا سره د سولې راوستو د هوکړې له مخې له القاعده او نورو ډلو سره خپلې اړیکې رد کړې دي.

Trending

Exit mobile version