تازه خبرونه
د افغانستان په شمال کې طالب وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د افغانستان هوایي ځواکونو د بلخ ولایت په چهار بولک ولسوالۍ کې د طالبانو یو پټنځای بمبارد کړی او د طالبانو د شمال زون د استخباراتو د مشر مولوي قدرت په ګډون یې ۱۱ نور جنګیالي وژلي دي.
سربېره پردې د قول اردو د څرګندونو له مخې؛ په دې ولسوالۍ کې د طالب قومندان مولوي روحاني په ګډون او درې نور مشران طالبان ټپیان شوي دي.
سرچینې دا هم ویلي، چې په دې برید کې د وسلوالو طالبانو وسلې، مهمات، وسایط او شپږ موټرسایکلونه هم ویجاړ شوي دي.
همدارنګه ویل کیږي، چې اووه نور طالبان په شولګرې ولسوالۍ کې تر برید لاندې راغلي دي.
دغه راز د فاریاب پولیسو ويلي، چې د شنبې پر ورځ د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو پر وړاندې یو لړ هوایي او ځمکنیو بریدونه تر سره شوي؛ اووه وسلوال طالبان وژل شوي او د سرې قطعې د فدایي نومی قومندان ملامتین په ګډون شپږ نورټپیان دي.
طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.