تازه خبرونه
د افغانستان په شمال کې ۸ روغتیایي کارکوونکي ووژل شول
د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي؛ د افغانستان په تخار او کندوز ولایتونو کې ناپېژانده وسلوالو په ۴ بېلابېلو بریدونو کې د یوې ښځینه واکسیناتورې په ګډون د ګوزڼ واکسین اته روغتیايي کارکونکي وژلي دي.
ملګرو ملتونو په ویناپاڼه کې راغلي؛ یو روغتیايي کارکوونکی په تالقان، ۵ واکسناتوران په کندوز او دوه نور د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر ډزو وژل شوی دي.
دا په ټول هېواد کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین له بیا پیلیدو راپدیخوا پر روغتیايي کارکوونکیو لومړی برید دی، چې ورسره په دې ولایتونو کې دا بهیر هم ودرېدو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال رامز الاکبروف ټویټ کړی: مونږ د دې ډول وحشیانه وژنو له کبله خواشیني یوو. دا لومړی ځل ندی، چې پر روغتیايي کارکوونکیو برید کېږي. مونږ په ۲۰۲۱ کې د ګوزڼ واکسین د پلي کولو په بهیر کې د نهه بېګناه روغتیایي کارمندانو د مړینې شاهدان وو.
هغه زیاته کړې: دا بې رحمانه تاوتریخوالی باید سمدستي ودرول شي او عاملین یې باید پیدا او له نړیوال بشردوستانه قانون څخه د سرغړونې پر تور محکوم شي.
اسلامي امارت څرګنده کړې، چې په ټول هېواد کې یې د واکسینو روغتیايي کارکوونکیو د ژوند خوندیتوب ته پام ډېر کړی او د امنیتي ننګونو کچه ډېره راټيټه شوې ده.
په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین سراسري کمپاین د تېر کال له نومبر راپدیخوا پیل شوی دی.
د یادونې ده، چې تر دې دمه د دغو بریدونو مسوولیت چا پر غاړه ندی اخستی.