تازه خبرونه
د افغانستان په فضا کې د پاکستانيو الوتکو د ګزمو د ادعاوو څېړنه روانه ده
د یکشنبې پر سهار په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د پاکستان جنګي الوتکو پر کونړ او ننګرهار ولایتونو ګزمې کړې دي؛ خو اسلامي امارت وايي، چې تر اوسه یې داسې پېښه نده ثبت کړې.
په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د پاکستان د جنګي الوتکو د ګزمې په اړه د راپورونو له خپریدو وروسته اسلامي امارت ويلي، چې تر اوسه دا موضوع نده معلومه او په اړه یې پلټنې روانې دي.
د یکشنبې پر سهار په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د پاکستان جنګي الوتکو پر کونړ او ننګرهار ولایتونو ګزمې کړې دي؛ خو اسلامي امارت وايي، چې تر اوسه یې داسې پېښه نده ثبت کړې.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې د پاکستان په ګډون هیڅ هېواد د افغانستان له فضایي حریم څخه د سرغړونې حق نلري او که دا خبره رښتیا وي؛ نو اسلامي امارت به یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، هیڅ هېواد حق نلري، چې د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه وکړي او که دا خبره رښتیا وي؛ اسلامي امارت به یې پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
ذبیح الله مجاهد همدا راز په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ګزمې پر کلکه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه او د افغانستان پر خاوره یرغل بللی دی.
هغه وايي: د افغانستان په هوايي حریم کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګزمه تېری دی. مونږ یې غندنه کړې او بیا به یې غندو. مونږ پر ځلونو له امریکايي لوري غوښتي، چې دا ډول تېری باید پای ته ورسیږي. مونږ هڅه کوو افغان هوايي ځواک داسې ځای ته ورسوو، چې وکولی شي خپله فضا وساتي.
یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د افغانستان په هوايي حریم کې د پاکستاني او امریکايي الوتکو ګزمې د افغانستان له فضايي حریم څخه سرغړونه ده او اسلامي امارت باید په دې اړه چوپه خوله پاتې نشي.
د پوځي چارو کارپوه محمد صادق شینواری وايي:د پاکستان هوايي عملیات د افغانستان په خاوره کې له هوايي حریم څخه سرغړونه ګڼل کېږي. د پاکستان دا اقدام د ټولو معیارونو او نړیوالو قوانینو خلاف ګڼل کیږي. طالبان (اسلامي امارت) باید ژر تر ژره په افغانستان کې د پاکستان سفیر احضار کړي او د موضوع د څرنګوالي په اړه ترې وضاحت وغواړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان پر سر تر بل هر وخت ترینګلي شوي، چې وخت نا وخت د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوي دي.
تېر کال د خوست او پکتیا ولایتونو په ځینو برخو کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل شول، چې د اسلامي امارت له توند غبرګون سره مخ شول؛ خو پاکستان ادعا کړې، چې په دغه برید کې د تحریک طالبان پاکستان غړي پر نښه شوي دي.
