تازه خبرونه

د افغانستان په لویدیځ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۶, ۱۴۰۱

د افغانستان په لویدیځه حوزه کې د واکسین د وېش مسوولینو ويلي؛ تمه ده، چې د دې حوزې په څلورو ولایتونو کې له یو میلیون ډېر ماشومان واکسین شي.

په هرات ښار کې نجونې د پولیو واکسین د پروګرام پلي کولو مسوولیت لري؛ دوی کور پر کور ګرځي، چې له پېنځه کلنۍ ټیټ عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورکړي.

د هرات عامې روغتیا ریاست ويلي؛ هڅه کوي، چې هیڅ ماشوم د واکسین له دوه څاڅکو بې برخې پاتې نشي.

د هېواد په لویديځه حوزه کې د واکسيناسيون د پروګرام مسوول وحيد رحماني ویلي: ټاکل شوې، چې د پوليو واکسين د کمپاين په بهير کې د لویديځې حوزې يو ميليون او سل زره ماشومان، چې عمرونه يې له پېنځه کلونو لږ دي واکسين شي؛ خو له نېکه مرغه، چې په هرات کې به ترې پرته له خنډ او ځنډه ٧٢٠ زره واکسين شي.

واکسیناتوره فنا نظامي وایي؛ زه شخصاً او زمونږ ټوله ډله په رښتینې توګه کار کوو، چې ګوزڼ ویروس له منځه یوسو.

د دې کمپاین یوه بله رضاکاره یګانه نبیزاده وایي: زمونږ هیله دا ده، چې ګوزڼ ویروس له افغانستان څخه ورک شي؛ ځکه، نو مونږ ډېر خوشحاله یو، چې هر کور ته ځو او واکسین کوو.

ویل کیږي، چې د دوشنبې پر ورځ به په غور، بادغیس او فراه ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، چې له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د هېواد په لویدیځ کې د پولیو کومه پېښه نده ثبت شوې.

د هرات د عامې روغتیا مرستیال محمد آصف کبیر زیاته کړې: مونږ له واکسین پاتې شوې سيمې نلرو او د واکسين په هر پروګرام کې د پلان له مخې ټولې سيمې څېړل کېږي او که کومه سيمه پاتې شوه؛ سمدستي تر پوښښ لاندې راځي.

د بادغیس د عامې روغتیا مشر محمد آصف قانت ویلي: په دې کمپاین کې زمونږ موخه دا ده، چې شاوخوا ۱۸۴ زره ۴۸۹ ماشومان واکسین کړو او هڅه کوو، چې ټول ماشومان واکسین شي.

په تېر پړاو کې مو  د هرات ۷۲۸ زره ماشومان واکسین کړي وه.

په روان پړاو کې شاوخوا ۵۰۰۰ رضاکاران د ګوزڼ واکسین د پروګرام د پلي کولو مسوولیت پر غاړه لري.

Trending

Exit mobile version