تازه خبرونه

د افغانستان په ناامنیو کې پاکستان ښکېل دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې یو شمېرغړي وایي، چې پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې فعال رول لري.

د ولسي جرگې غړیاقبال ساپی وایي، امریکا په افغانستان کې حضور لري؛ خو مرستی له گاوند سره کوي.آیا ۷۴جنگي الوتکې او ۳۵۰ ټانکونه یې له دې کبله هغو ته ورکړې، چې افغانستان یې ناامنه کړی دی.

د ولسي جرگې غړې کبرا مصطفوي وایي:

له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو، د جنوب جگړه روانه پاتې ده، جگړه شمال ته وغزېده، پاکستان د طالب پروژه حل نه کړه، بلکې داعش یې را منځته کړ. دا پاکستان دی، چې په افغانستان کې د ناامنیو مدیریت کوي.

د ولسي جرگې غړی بکتاش سیاووش وایي:

نړیوال ځواکونه له پخواني حکومت سره د شپنیو عملیاتو او هوایی بریدونو په تړاو لاس او گریوان ول؛ خو اوس، چې هیڅ ستونزه نشته، دوی عملیات نه کوي، څو هغه شکونه لیرې شي، چې وایي دوی د شمال په ناامنیو کې لاس لري.

د شمال د ناامنیو وروستیو پېښو د ولسي جرگې غړي انديښمن کړي دي.

د ولسي جرگې رییس عبدالرووف ابرهیمي وایي:

په افغانستان کې امنیت ډېر مهم دی، ولسمشر او اجرائیه رییس دې ژر تر ژره د ملي دفاع وزیر، چې د جگړي مسوولیت لري، جرگي ته د باور رایو د ترلاسه کولو لپاره معرفي کړي.

د ولسي جرگې ځینې غړي په داسې حال کې پر امریکا نیوکه کوي، چې د ملي امنیت سلاکار د مشرانو جرگې د تيرې اوونۍ په استجوابیه غونډه کې ویلي وه، چې له څلورمیاشتو راهیسې د کابل-واشنگتن دفاعي او امنیتي تړون د پلي کیدو وړ دی او امریکا پخپلو ژمنو عمل کړی دی.

خبریال: عبدالعز کریمی.

Trending

Exit mobile version